د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي (۱۱)
تفسیر
هغه څه مو را شنه کړل چې له دغو مو را شنه کړل د بندګانو لپاره روزي ده چې ترې خوري يې، او پر هغو مو داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينکی پکې نه وه، لکه څنګه مو چې پر دغه باران داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينګيا پکې نه وه همداسې به مړي ژوندي کړو، نو ژوندي به راووځي.