سوره ق (آیت 22)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
50
ق(ق)، آیت ۲۲
لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ
یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى (۲۲)
تفسیر
او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: