سوره ق (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




50 ق(ق)، آیت ۲۹

مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ 29 ٢٩

زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم (۲۹)

تفسیر
زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو د هغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ