د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته (۳۵)
تفسیر
هغوی لره به پکې هغه نه ختمېدونکي نعمتونه وي چې غواړي يې، او له موږ سره نور زيات داسې نعمتونه دي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا پر زړه تېر شوي، چې له هغو څخه د الله پاک ليدل هم دي.