سوره ق (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




50 ق(ق)، آیت ۳

أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۖ ذَٰلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ 3 ٣

ایا كله چې مونږ مړه شو او مونږ خاورې شو۔ (بیا به هم ژوندي كېږو؟) دغه بېرته راتلل (له عقل نه) ډېر لرې دي (۳)

تفسیر
آيا موږ به بيا را ژوندي کېږو کله چې مړه او خاورې شو؟! دغه بېرته را پاڅېدل او زموږ جسمونو ته د ژوند را ګرځېدل وروسته تر دې چې زاړه شي يو لرې امر دی، شونې نه ده چې رامنځته دې شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ