یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى (۴)
تفسیر
پرته له شکه موږ په هغه څه پوهېږو چې ځمکه د هغوی له مرګ او خښېدو وروسته د هغوی له جسمونو څه خوري، له موږ هيڅ هم پټ نه دي، او زموږ سره د هر هغه څه ساتونکی کتاب دی چې الله د هغوی په ژوند او د هغوی له مرګ نه وروسته د هغوی لپاره مقدر کړي دي.