سوره الذاریات (شیندونکي) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




51 الذاریات(الذاريات)، آیت ۳۰

قَالُوا كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ 30 ٣٠

دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى (۳۰)

تفسیر
پرېښتو ورته وويل: پر کوم څه مو چې خبره کړې، هغه ستا پالونکي ويلي دي، او هغه چې څه وايي هغه لره څوک ردوونکی نشته، بېشکه هغه په خپل پيدايښت او تقديرکې حکمت والا دی او پر مخلوق او هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی په ګټه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ