او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ (۴۱)
تفسیر
او د هود په قوم عاديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې پر هغوی داسې باد راولېږلو چې هيڅ باران پکې نه و او نه يې د مېوې نيولو په موخه ونې سره يوځای کولې او نه برکت پکې و.