سوره الذاریات (شیندونکي) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




51 الذاریات(الذاريات)، آیت ۴۹

وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 49 ٤٩

او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ (۴۹)

تفسیر
او له هرڅه مو دوه ډوله پيداکړې دي، لکه نارينه او ښځينه، آسمان او ځمکه، وچه او درياب، ترڅو د هغه الله پر يووالي نصيحت ترلاسه کړئ چې هرڅه يې دوه ډوله پيداکړي دي او له ځواک يې پند واخلئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ