سوره الطور (غر) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




52 الطور(الطور)، آیت ۲۳

يَتَنَازَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ 23 ٢٣

دوى به په دغه (جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول (۲۳)

تفسیر
په جنت کې به يوبل ته داسې ګیلاسونه ورکوي، چې په څښلو به يې هغه څه نه کيږي کوم څه چې په دنيا کې پرې مرتبيږي، چې د نېشې له امله باطلې خبرې او ګناه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ