سوره الطور (غر) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




52 الطور(الطور)، آیت ۳۲

أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُمْ بِهَٰذَا ۚ أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ 32 ٣٢

ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى (۳۲)

تفسیر
بلکې آيا د هغوی په وينا عقلونه يې داسې امر ورته کوي: چې بېشکه هغه فال ګر او لېونی دی؟! نو هغه څه را ټولوي چې په يو تن کې نه شي را ټولېدلای، بلکې هغوی له پولو اوښتونکی قوم دی، نو شريعت او عقل ته نه راګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ