ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي (۳۳)
تفسیر
آيا هغوی وايي: چې پرته له شکه محمد دغه قران له ځانه جوړ کړی دی، او هغه ته وحي نه ده شوې؟! هغه له ځانه نه دی جوړ کړی، بلکې پر هغو له ايمان راوړلو څخه لويي کوي، نو وايي: چې له ځانه يې جوړ کړی.