سوره الطور (غر) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




52 الطور(الطور)، آیت ۳۶

أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَلْ لَا يُوقِنُونَ 36 ٣٦

ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي (۳۶)

تفسیر
آيا هغوی آسمانونه پيداکړي او که ځمکه؟! بلکې هغوی باور نه لري چې الله د هغوی پيداکوونکی دی، ځکه که يې دغه باور وکړ يو به يې وګڼي، او پر رسول به يې ايمان راوړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ