سوره الطور (غر) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




52 الطور(الطور)، آیت ۳۸

أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ ۖ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ 38 ٣٨

ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي (۳۸)

تفسیر
يا هغوی لره کومه داسې زينه ده چې آسمان ته پرې خېژي ترڅو پکې د الله وحي ته غوږ نيسي چې هغوی ته د دې وحي کيږي چې هغوی پر حق دي؟! نو له هغوی دې هغه څوک له داسې څرګند دليل سره راولي چې دغې وحي ته يې غوږ نيولی وي چې رېښتيني مو وګڼي په هغه څه کې چې تاسې يې دعوی لرئ چې پر حقه ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ