سوره الطور (غر) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




52 الطور(الطور)، آیت ۴۷

وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 47 ٤٧

او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي (۴۷)

تفسیر
او پرته له شکه د هغوکسانو لپاره چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی د آخرت له عذابه مخکې په دنيا کې د وژلو او بندي کولو عذاب دی، او په برزخ کې د قبر عذاب دی؛ خو ډېری يې پر دغه نه پوهيږي، نو ځکه يې پر کفر ولاړ دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ