سوره النجم (ستوری) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




53 النجم(النجم)، آیت ۲۳

إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَىٰ 23 ٢٣

دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى (۲۳)

تفسیر
دغه بوتان نه دي مګر داسې له معنا خالي نومونه چې د الوهيت په صفتونو کې هغوی لره هيڅ برخه نشته، تاسو او پلرونو مو له خپل ځانه پرې اېښي دي، الله پرې هيڅ دليل نه دی نازل کړی، مشرکان په خپله عقيده کې يوازې د ګومان او هغه څه پيروي کوي چې زړونه يې غواړي او شيطان يې په زړنو کې ښايسته کړي دي، او پرته له شکه د هغوی د پالونکي له لوري لارښوونه د هغه د نبي صلی الله عليه وسلم په ژبه ورته راغله، خو هغوی په سمه لار نه شول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ