سوره النجم (ستوری) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




53 النجم(النجم)، آیت ۲۶

وَكَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ 26 ٢٦

او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي (۲۶)

تفسیر
او په آسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې هغوی ته يې سپارښتنه هيڅ ګټه نه شي رسولای، که چېرې هغوی وغواړي د يو چا لپاره سپارښت وکړي مګر وروسته تردې چې الله له هغوی څخه د چا لپاره وغواړي چې د سپارښت اجازه ورکړي، او د چا سپارښت چې کيږي له هغه خوښ وي، نو هيڅکله به الله د هغه چا د سپارښت اجازه ور نه کړي چې شرک يې کړی وي، او هيڅکله به له هغه چا راضي هم نه شي چې سپارښت يې کيږي خو هغه له الله پرته د بل چا عبادت کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ