سوره القمر (سپوږمۍ) (آیت 34)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
54
القمر(القمر)، آیت ۳۴
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ ۖ نَجَّيْنَاهُمْ بِسَحَرٍ
بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ (۳۴)
تفسیر
پرته له شکه موږ پر هغوی داسې باد ورولېږلو چې په ډبرو يې وېشتل، مګر پرته د لوط عليه السلام له کورنۍ، چې هغوی ته عذاب ونه رسېدی، بېشکه هغوی مو ترې وژغورل، ځکه هغوی د عذاب له راتلو مخکې د شپې په وروستۍ برخه کې يووړل شول.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: