سوره الحدید (وسپنه) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۱۳

يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انْظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ 13 ١٣

(اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي (۱۳)

تفسیر
په کومه ورځ چې منافقان او منافقانې هغو کسانو ته ووايي چې ايمان يې راوړی: موږ ته انتظار وکړئ په دې هيله چې له تاسو لږ رڼا ترلاسه کړو چې د پول په پورېوتلو کې مو مرسته وکړي، او منافقانو ته به پر هغوی د ملنډو په ډول وويل شي: شاته مو وګرځئ، بيا رڼا ولټوئ چې رڼايي ترې ترلاسه کړئ، بيا به يې ترمنځ دېوال ووهل شي، دغه دېوال لره به دروازه وي، د هغې دروازې شاته چې مؤمنان نېږدې وي رحمت به وي پکې او مخې ته يې چې منافقان نېږدې وي عذاب به وي پکې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ