تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ځمكه د هغې له مرګ (وچوالي) نه پس ژوندۍ كوي، یقینًا مونږ تاسو ته ایتونه بیان كړي دي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ (۱۷)
تفسیر
پوه شئ چې پرته له شکه الله ځمکه د هغې په را شنه کولو وروسته د هغې له وچوالي څخه را ژوندۍ کوي، اې خلکو! موږ تاسو ته د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي په دې هيله دلايل او برهانونه بيان کړل چې له عقله کار واخلئ، او پوه شئ چې چا ځمکه د هغې له وچېدو وروسته را ژوندۍ کړې هغه ستاسو له مرګ وروسته په ژوندي کولو مو ځواکمن دی، او ستاسو د زړنو له سختوالي وروسته د هغو په نرمولو هم ځواکمن دی.