سوره الحدید (وسپنه) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۲۰

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ ۖ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا ۖ وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ ۚ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ 20 ٢٠

تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي۔ د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى (۲۰)

تفسیر
پوه شئ پرته له شکه د دنيا ژوند لوبه ده چې بدنونه پرې لوبيږي، ساعت تېری دی چې زړونه پرې ساعت تېری کوي، ښکلا ده چې ځانونه پرې ښايسته کوئ، او ستاسو ترمنځ په ملکيت او سامان کې يو پر بل وياړل دي، او په مالونو او اولادونو کې يو پر بل زياتواالی دی، لکه د باران غوندې چې کروندګرو ته يې شينکی ښه ښکاره شي، بيا دغه شنه واښه وچ شي او اې ليدونکيه! بیا ته هغه له شينوالي وروسته زېړ وينې، او بيا يې الله ټوټه مات کړي، او په آخرت کې کافرانو او منافقانو لره سخته سزا ده، او د الله له لوري د خپلو مؤمنو بندګانو لپاره بښنه او د هغه له خوا خوښي ده، او د دنيا ژوند خو يوازې له منځه تلونکی سامان دی چې هيڅ ثبات نه لري؛ نو چا چې د هغې له منځه تلونکي سامان ته د آخرت پر نعمتونو لومړيتوب ورکړ هغه تاواني او دوکه خوړل شوی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ