سوره الحدید (وسپنه) (آیت 24)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
57
الحدید(الحديد)، آیت ۲۴
الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ ۗ وَمَنْ يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
هغه كسان چې (پخپله) بخل كوي او (نورو) خلقو ته (هم) د بخل كولو حكم كوي او هغه څوك چې مخ يې وګرځاوه، نو بېشكه الله، هم دى ښه بې پروا۔، ډېر ستايل شوى دى (۲۴)
تفسیر
هغه کسان چې پر هغه څه بخيلي کوي چې لګول يې پرې واجب دي، او نورو ته په بخيلۍ امر کوي هغوی تاوانيان دي، او څوک چې د الله له پيروۍ مخ ګرځوي الله ته به هيڅکله زيان ونه رسوي او هغه يوازې ځانته زيان رسوي، پرته له شکه الله بې پروا دی، د خپلوبندګانو لمانځلو ته اړتيا نه لري، په هر حال ستايل شوی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: