سوره الحدید (وسپنه) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۶

يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۚ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 6 ٦

دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى (۶)

تفسیر
هغه شپه په ورځ ور ننباسي چې تياره راځي، او خلک ويده کيږي، او ورځ په شپه ور ننباسي، چې رڼا راځي، خلک يې خپلو کارونو ته ځي، او هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په سينو کې يې دي، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ