سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۱۱

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ 11 ١١

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته وویل شي: تاسو په مجلس كې ځاى ارت كړئ، نو تاسو ځاى ارت كړئ، الله به تاسو ته ځاى ارت كړي او كله چې تاسو ته وویل شي چې (كوم نېك كار ته) پورته شئ، نو پورته شئ، الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى (۱۱)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو د دنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې د فضل څښتنان پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ