سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۱

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ 1 ١

یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه۔ او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده۔، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى (۱)

تفسیر
اې رسوله! پرته له شکه الله د هغې ښځې خبرې واورېدلې چې هغه د ثعلبه لور خوله وه، کومې چې د خپل مېړه؛ صامت زوی د اوس په اړه ستا سره خبرې کولې، کله چې هغه ظهار ورسره وکړ، هغې الله ته شکايت کولو چې مېړه يې څه ورسره وکړل، الله ستاسو دواړو له يو بل سره خبرې اوري، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، پرته له شکه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د کړنو يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ