الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى (۲۱)
تفسیر
الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان د خپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله د خپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې د هغوی له دښمنانو به غچ اخلي.