ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي۔ اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي۔، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول۔، دغه كسان د الله لښكر دى۔ اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي (۲۲)
تفسیر
اې رسوله! هيڅ قوم به داسې ونه مومې چې پر الله ايمان لري او د قيامت په ورځ ايمان لري او بيا له هغه چا سره دوستي کوي چې هغه له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم دغه د الله او د هغه د رسول دښمنان يې پلرونه، يا يې اولادونه، يا يې وروڼه او يا يې هغه کورنۍ وي چې هغې ته منسوبیږي، ځکه د ايمان اړيکه د الله او د هغه د رسول د دښمنانو دوستي منع کوي، او ځکه چې د ايمان اړيکه تر ټولو اړيکو لوړه ده، چې د ټکر پر مهال به مخکې وي، همدوی له هغه چا سره دوستي نه کوي کوم چې د الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم هغوی يې خپلوان وي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې په زړونو کې ايمان ثابت کړی او بدلون نه مومي، او له خپل لوري يې په حجت او رڼا سره پياوړي کړي دي، او د قيامت په ورځ به يې داسې تلپاتې بڼونو(جنتونو) ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل به هغو کې وي، نعمتونه به يې نه ترې پرې کيږي او نه به پای ته رسيږي، الله له هغوی داسې راضي دی چې هيڅکله به پرې غوسه نه شي، او هغوی هم له الله راضي دي چې هغوی ته يې داسې نعمتونه ورکړي چې نه ختميږي، له هغو څخه د الله پاک ليدل دي، پر دغو ياد شويو صفتونو موصوف خلک د الله هغه لښکر دی چې هر هغه څه پر ځای کوي چې امر يې ورته کړی، او له هغه څه ځان ساتي چې ترې منع کړي يې دي، خبر اوسئ همدغه د الله لښکر داسې بريالی دی چې خپل مطلوب به ترلاسه کوي، او په دنيا او آخرت کې به له هغه څه خوندي وي چې وېروي يې.