سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۴

فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ۖ فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ 4 ٤

نو چا چې (مریى) ونه مونده، نو (په هغه) دوه میاشتې پرله پسې روژه نیول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي، نو هغه څوك چې (د دې) توان نه لري، نو (په ده) شپیتو مسكینانو ته خوراك وركول (لازم) دي۔ دا (حكم) د دې لپاره دى چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او دغه د الله (مقرر كړي) حدونه دي او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۴)

تفسیر
نو څوک چې مرېيی ونه لري چې آزاد يې کړي، پر هغه پرله پسې دوې مياشتې روژه نيول دي مخکې تردې چې له خپلې هغې مېرمنې سره کوروالی وکړي له کومې څخه يې چې ظهار کړی، او څوک چې دوې مياشتې پرله پسې د روژې نيولو توان نه لري، نو پر هغه شپېته بې وزلو ته ډوډۍ ورکول دي، دغه پرېکړه چې مو کړې ده، د دې لپاره ترڅو باور ولرئ چې الله امر پرې کړی دی، نو امر يې پر ځای کړئ او د هغه د رسول پيروي وکړئ او دغه حکمونه چې درته روا کړي مو دي د الله هغه پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي، چې ترې تېر نه شئ او د کافرانو لپاره د الله په هغو حکمونو او پولو سره چې ټاکلې يې دي درودوونکې سزا ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ