سوره الحشر (راټولونه) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۵

مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ 5 ٥

د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي (۵)

تفسیر
اې د مؤمنانو ډلې! تاسې چې کومې د خرما ونې پرې کړې، د دې لپاره چې د بنو نضير په غزا کې د الله دښمنان په غوسه کړئ، او يا مو په خپلو تنو همداسې ولاړې پرېښودې د دې لپاره چې ګټه ترې واخلئ، دا د الله په امر سره و، دا په ځمکه کې ورانکاري نه وه لکه هغوی چې فکر کړی، ترڅو الله پرې له خپلې پيروۍ وتلي هغه يهود - چې ژمنه يې ماته کړې د وفا په مقابل کې يې د دوکې لاره غوره کړې ده - رسوا کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ