او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې هغه (الله) دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې، د هغه (الله) لپاره زامن او لوڼه له ځانه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي (۱۰۰)
تفسیر
او مشرکانو پېریان له الله سره په عبادت کې شريک کړل، کله يې چې دا باور وکړ چې هغوی ګټه او زيان رسوي، حال دا چې الله هغوی پيداکړي او له هغه پرته بل چا نه دي پيداکړي؛ نو هغه ډېر د دې وړ دی چې عبادت يې وشي، هغوی د الله لپاره داسې زامن ونيول لکه يهودو چې عزير او نصاراو چې عيسی وګرځولو او لوڼې يې ورته وګرځولې لکه مشرکانو چې پرېښتې وګرځولې، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه څه چې اهل باطل يې ورته بيانوي.