او تاسو هغو ته كنځلې مه كوئ چې دوى يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عمل ښايسته كړى دى، بیا خاص د خپل رب په طرف د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول (۱۰۸)
تفسیر
او تاسو کنځل مه کوئ -ای مومنانو- هغو بتانو ته چې مشرکان یې له الله تعالی سره بندګي کوي، او اګر که دا ډیر سپک او د کنځلو مستحق دي؛ هسې نه چې مشرکان الله تعالی ته کنځل ونه کړي او د هغه سپکاوی ونه کړي، د ناپوهۍ له وجې نه د هغه په شان باندې، او لکه څرنګه چې ښایسته شوی دوی لره هغه ګمراهي چې دوی پکې دي همدغه شان مونږ ښایسته کړي هر امت ته د هغوی عملونه، که خیر وي او که شر وي، نو هغوی راتګ کړی هغه ته چې مونږ ورته ښایسته کړی د دې نه، بیا د دوی رب ته د دوی ورګرځیدل دي د قیامت په ورځ، نو خبر به ورکړي دوی ته په هغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول، او په هغه به ورته بدلې هم ورکړي.