او دوى قسمونه وخوړل په الله باندې خپل پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته معجزه راشي، نو خامخا لازمًا به په هغې ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې معجزې له الله سره دي او تاسو په دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دا (معجزه) چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي (۱۰۹)
تفسیر
او قسم کړی مشرکانو په الله تعالی باندې مضبوط قسمونه د دوی چې دوی یې کولی شي: که چیرته دوی ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه د هغو نښو (معجزاتو) رواړي چې دوی یې غوښتنه کړې نو خامخا به پرې ایمان رواړي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: د معجزو واک زما سره نشته چې زه یې په تاسو نازلې کړم، بلکې د هغو واک د الله تعالی سره دی رالیږی یې کله چې یې وغواړي، او څه شي خبر درکړی تاسو ته -ای مومنانو- دا معجزې چې کله راشي برابر د دوی دغوښتنو سره نو دوی پرې ایمان نه راوړي؟ بلکې دوی په خپل حسد او انکار کلک پاتي کیږي؛ ځکه چې دوی هدایت نه غواړي.