او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي (۱۱۰)
تفسیر
او مونږ اړوو راړوو زړونه د دوی او نظرونه د دوی په حایل واقع کیدلو سره د دوی او د هدایت موندلو ترمنځ د حق لارې ته، لکه څرنګه چې مونږ حایل واقع شوي وو د دوی او د ایمان راوړلو ترمنځ په قران کریم باندې اول ځل د دوی د عناد او ضد د وجې نه، او مونږ پریږدو دوی لره د دوی په ګمراهۍ او سرکشۍ کې د خپل رب مقابل کې حیران (سرګردان) او ګډوډ به وي.