سوره الانعام (څاروي) (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۱۵

وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 115 ١١٥

او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۱۱۵)

تفسیر
او رسیدلی دی قران کریم انتها د ریښتیاو ته په وینا او خبرونو کې، نشته څوک بدلوونکی د هغه کلمو لره، او خاص الله تعالی اوریدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی په هغې، نو په هغه باندې هیڅ شی د هغې نه پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا سزا به ورکړي هغه چاته چې د هغه د کلماتو د بدلولو کوشش کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ