سوره الانعام (څاروي) (آیت 117)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۱۷

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ يَضِلُّ عَنْ سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ 117 ١١٧

بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى (۱۱۷)

تفسیر
یقینا ستا رب -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه د لارې نه اوړي د خلکو نه، او هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې رسیدونکی دی د الله تعالی لارې ته، په هغه باندې د دغه نه هیڅ شی پټ نشي پاتې کیدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ