سوره الانعام (څاروي) (آیت 127)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۲۷

لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 127 ١٢٧

د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى كول (۱۲۷)

تفسیر
د دوی لپاره داسې کور دی چې دوی به پکې د هر قسم تکلیف نه په امان وي او هغه جنت دی، او الله تعالی د دوی مددګار دی دا بدله ده دوی لره په سبب د هغو نیکو عملونو چې دوی کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ