سوره الانعام (څاروي) (آیت 129)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۲۹

وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 129 ١٢٩

او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان په ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول (۱۲۹)

تفسیر
او څرنګه چې مونږ دوستان ګرځولي وو سرکښه د پیریانو نه، او مسلط کړي مو وو په بعضو خلکو د دې لپاره چې ګمراه یې کړي، (همدارنګه) دوست جوړوو هر یو ظالم بل ظالم لره چې تیزي ورکوي په شر باندې، او لرې کوي یې د خیر نه، او د هغه نه یې بې رغبته کوي؛ دا بدله ده د دوی لپاره د هغو ګناهونو په وجه چې دوی کولې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ