سوره الانعام (څاروي) (آیت 132)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۲

وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ 132 ١٣٢

او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى (۱۳۲)

تفسیر
او د هر چا لپاره د دوی نه درجې دي د هغوی د عملونو په اندازه، نو ډیر او لږ شر سره نه برابریږي، او نه پیشوا او تابعداري کوونکی، لکه څرنګه چې ندی برابر ثواب د هغو کسانو چې نیک کارونه کوي، او ندی رب ستا بې خبره د هغو کارونو نه چې دوی یې کوي، بلکې خبر دی په هغوی، هیڅ شی په هغه باندې د دوی نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به ورله په خپلو عملونو بدلې ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ