سوره الانعام (څاروي) (آیت 138)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۸

وَقَالُوا هَٰذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لَا يَطْعَمُهَا إِلَّا مَنْ نَشَاءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لَا يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاءً عَلَيْهِ ۚ سَيَجْزِيهِمْ بِمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ 138 ١٣٨

او دوى وايي چې دا ځینې څاروي او فصلونه دي چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دی)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي، په هغه (الله) باندې د دروغو تپلو لپاره، ضرور به هغه (الله) دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول (۱۳۸)

تفسیر
د بتانو د خادمانو او نورو د ګمان او دروغو تړلو له امله دا مشرکان وایې: دا څاروي او فصلونه حرام کړی شوي (بند کړی شوي)؛ خوراک نه کوي د دې نه مګر هغه څوک چې دوی یې غواړي، او دا څاروي دي چې حرامې کړی شوی شاګانې د دوی؛ نو سپرېدل به پرې نه کیږي، او نه پرې بار وړل کیږي؛ چې هغه بحیره، سائبه او حام دي. دا څاروي دي چې دوی پرې د حلالې پر مهال د الله تعالی نوم نه یادوي، بلکې د خپلو بتانو په نوم یې ذبحه کوي؛ دوی د دې ټولو کارونو نسبت الله تعالی ته په دروغو سره وکړ چې ګویا دا د هغه له طرف نه دي، خامخا سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په سبب د هغه دروغو چې دوی په الله تعالی باندې جوړول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ