او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې ارام كوي په شپه كې او په ورځ كې او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۱۳)
تفسیر
او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او د بادشاهي د هر شي، د هغه څه چې اوسیږي او ارام کوي په شپه او ورځ کې دي، او هغه اوریدونکی دی د دوی ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په کارونو، او خامخا به ورله په هغې بدلې ورکوي.