او دا (الله) هغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې په خپلو كې یو شان وي او غیر متشابه (هم) وي۔، تاسو د هغو له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغه حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي (۱۴۱)
تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي باغونه خواره شوي (پراته) په ځمکه باندې پغیر د تنو نه، او پیداکړي یې دي ولاړ په ځمکه باندې د تنو والا، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي کجورې، او پیداکړی یې دي فصلونه؛ مختلفې دي میوې د هغوی په شکل او خوند کې، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پيدا کړي یې دي خونه او انار؛ پاڼې ددې دواړو یوشان دي، او خوند یې بدل دی، خورئ -ای خلکو- د دې میوو نه کله چې میوې ونیسي، او ورکړئ زکات د دې میوو په ورځ د لو کولو (ریبلو) کې، او د شرعي حد نه په خوراک او خرچ کې مه تیریږئ، نو یقینا الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه په دې دواړو کې او نه په نورو شیانو کې، بلکې بد یې ګڼي، بیشکه هغه ذات چې دا ټول یې پيداکړي دي هماغه دا د خپلو بندګانو لپاره حلال کړي، نو مشرکانو لره د دې د حراموالي واک او اختیار نشته.