او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي (۱۴۴)
تفسیر
او د هغو اتو قسمونو باقی شیان دا دې: دوه دانې (یوه جوړه) له اوښانو څخه، او دوه دانې (یوه جوړه) له غواګانو څخه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: آیا الله تعالی حرام کړي هغه چې حرام کړي یې دي د دوې نه د نرتوب له وجې نه، او که یا د ښځیتوب له وجې نه، او که یا د وجې د شمولیت د رحم (بچې دانې) په دې باندې؟ او که یا تاسو -ای مشرکینو- حاضر وئ -ستاسو په ګمان باندې- کله چې الله تعالی تاسو ته وصیت او حکم کاوه په حراموالي د هغه څه چې تاسو حرام کړي د دې څارویو نه؟! نو نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی، او نه ډیر لوی جرم کوونکی د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ، نو هغه ته نسبت د حراموالي د هغه څه کوي چې نه یې وي حرام کړی؛ د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک له نیغې لارې څخه پرته لداسې علم نه چې باور پرې کیدلی شی، بیشکه الله تعالی توفیق د هدایت نه ورکوي ظالمانو ته په سبب د دروغو جوړولو د دوی په الله تعالی باندې.