سوره الانعام (څاروي) (آیت 145)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴۵

قُلْ لَا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَنْ يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنْزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 145 ١٤٥

(اى نبي!) ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري سِوا له هغه نه چې مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، پس بېشكه هغه پلیتي ده، یا نافرماني وي چې په هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۴۵)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- زه نه موم په هغه څه کې چې ما ته یې الله تعالی وحې کړې د څه شي نه حرام؛ مګر هغه چې مړ شوی وي پغیر د حلالولو (ذبحه کولو) نه، او یا بهیدونکې وینه وي، او یا د خنزیر غوښه وي نو یقینا دا پلیت دی حرام دی، او یا حلال شوی (ذبحه شوی) وي پغیر د (یادولو ) د نوم د الله تعالی نه لکه د بتانو لپاره ذبحه شوی وي، نو څوک چې مجبور شو د ضرورت له وجې نه خوراک کولو ته د دې حرام شوو شیانو نه د ډیرې ولږې له وجې نه چې نه وي طلب ګار د خوند اخیستلو په دې خوراک سره، او نه وي تیریدونکی د ضرورت د اندازې نه نو نشته هیڅ ګناه پده باندې په دې خوراک کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- بخښنه کوونکی دی د ضرورت والا ته که چیرته ترې خوراک وکړي، مهربانه دی په دې باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ