سوره الانعام (څاروي) (آیت 147)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴۷

فَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقُلْ رَبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ 147 ١٤٧

نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي (۱۴۷)

تفسیر
نو که دوی نسبت د دروغو وکړ تاته -ای پیغمبره- او ستا تصدیق یې ونه کړ په هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی دی ستا د رب له طرف نه، نو ته ورته ووایه د ترغیب په ډول: رب ستاسو د پراخه رحمت والا دی، او د هغه د رحمت نه دا دي چې تاسو ته یې مهلت درکړی، او جلتي (تلوار) یې نه ده کړی تاسو ته په عذاب درکولو کې، او ته دوی ته د ویرې په ډول ووایه: بیشکه عذاب د هغه نشې ګرځیدلی د هغه قوم نه چې نافرمانیانې او ګناهونه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ