سوره الانعام (څاروي) (آیت 149)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴۹

قُلْ فَلِلَّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۖ فَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ 149 ١٤٩

ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا په نېغه لار روان كړي وى (۱۴۹)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: که چیرته ستاسو سره دلیل نه وي مګر دا بیکاره دلیلونه نو بیشکه د الله تعالی سره غوڅ (فیصله کوونکی) دلیل دی چې ستاسو نه پرې بهانې ختموي هغه چې تاسو یې وړاندی کوئ، او باطلوي په دې سره ستاسو هغه شبهې چې تاسو پورې تعلق لرئ، نو که چیرته الله تعالی غوښتلی وی توفیق درکول تاسو ټولو ته د حق طرف ته -ای مشرکینو- نو خامخا به یې تاسو ته توفیق درکړی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ