سوره الانعام (څاروي) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴

قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ ۗ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 14 ١٤

ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له هغه الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیداكوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه زه چې یم، ما ته حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه (۱۴)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره! مشرکانو ته هغه چې بندګي کوي د الله تعالی سره د بوتانو او نورو شیانو: ایا دا خبره عقل منې (ایا کیدای شي) چې زه ونیسم پرته له الله تعالی څخه بل څوک مددګار چې زه ورسره دوستي وکړم او مرسته ترې وغواړم؟! او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او ځمکه په نا اشنا او نوې ډول چې مخکې نه وو، او د هغه څخه مخکې هیچا دغه شان نه وو پیدا کړی. او الله تعالی هغه ذات دی چې روزي ورکوي چاته چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او د هغه د بندګانو څخه هیڅوک داسې نشته چې هغه ته روزي ورکړي، نو هغه بی حاجته دی د خپلو بندګانو نه، او د هغه ټول بندګان هغه ته محتاج دي، ته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه ماته امر کړی رب زما -پاک دی د هر قسم شریک نه- چې شم زه اول د هغه چانه چې هغه ته یې غاړه کیښودي وي د دې امت نه، او زه یې منع کړی یم چې زه د هغه چا څخه شم چې د هغه سره بل څوک شریکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ