سوره الانعام (څاروي) (آیت 150)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۰

قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءَكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَ هَٰذَا ۖ فَإِنْ شَهِدُوا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ 150 ١٥٠

ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دا (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي (۱۵۰)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او دا دعوه کوي چې ګویا کې خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دا یې حرام کړي: حاضر کړئ تاسو ګواهان خپل هغوی چې دا ګواهي کوي چې بیشکه الله تعالی حرام کړي دا شیان چې کوم تاسو حرام کړي، نو که چیرته دوی دا ګواهي ورکړه پغیر د پوهې نه (پغیر د څه دلیل نه) په دې خبره چې الله تعالی دا حرام کړي نو ته د دوی تصدیق مه کوه -ای پیغمبره- په دې ګواهۍ کې؛ ځکه چې دا د دروغو ګواهي ده، او ته تابعداري مه کوه د خواهشاتو د هغو کسانو چې خپل خواهشات فیصله کوونکي ګرځوي، نو یقینا دوی دروغ ګڼلي وو زمونږ آیتونه کله چې دوی حرام کړي وو هغه څه چې الله تعالی دوی ته حلال کړي وو، او ته تابعداري مه کوه د هغو کسانو چې په آخرت ایمان نه لري، او دوی په خپل رب باندې شرک کوي نو بل څوک ورسره برابروي، او څنګه تابعداري د هغه چا کیدلی شي چې دا یې طریقه وي د خپل رب سره؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ