سوره الانعام (څاروي) (آیت 152)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۲

وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۖ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۖ وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 152 ١٥٢

او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ (۱۵۲)

تفسیر
او حرام کړي (الله تعالی) دا چې تاسو نږدې شئ مال د یتیم ته -او دا هغه څوک دی چې پلار یې وفات شوی وي او دی بلوغ ته نه وي رسیدلی- مګر هغه چې د یتیم لپاره پکې ګټه او فایده وي او د هغه مال ورسره زیاتیږي تر دې چې بلوغ ته ورسیږي او د هغه نه عقلمندي ښکاره شي، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې کمی کول په پیمانه او تول کې، بلکې لازم دي په تاسو باندې عدل په راکړه ورکړه کې په اخیستلو او خرڅولو کې، مونږ نه مکلف کوو هیڅ یو نفس مګر د هغه د وسې او طاقت په اندازه، نو هغه چې ناممکن وي ځان ساتل د هغه نه په زیاتي او یا کمې کې په پيمانه او نورو شیانو کې نو په هغه کې څه رانیول نشته، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو غلطه وینا وکړئ په یو خبر او یا ګواهۍ کې پغیر د خیال ساتلو د خپلوان یا دوست، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې ماتول د لوظ د الله تعالی که چیرته تاسو د الله تعالی سره لوظ کړی وي او یا مو د الله تعالی په نوم لوظ کړی وي، بلکې لازم دی په تاسو باندې پوره والی د هغه لوظ، دا چې مخکې تیر شو؛ امر کړی الله تعالی تاسو ته په دې باندې مضبوط حکم؛ د دې لپاه چې شاید تاسو را یادکړئ انجام دخپلو کارونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ