سوره الانعام (څاروي) (آیت 154)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۴

ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِي أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ 154 ١٥٤

بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره په هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب په ملاقات ایمان راوړي (۱۵۴)

تفسیر
بیا وروسته د خبر ورکولو نه په هغه څه چې بیان شو خبر ورکوو مونږ په دې چې مونږ ورکړی و موسی -علیه السلام- ته تورات پوره کوونکی و نعمت لره بدله وه د هغه د نیک عمل، او بیانوونکی و هر یو شي لره چې په دین کې ورته ضرورت پیدا کیدلی شي، او دلالت کوونکی و په حق باندې او رحمت و، د دې لپاره چې شاید دوی یقین وکړي په ملاقات د رب خپل د قیامت په ورځ نو هغه ته به په نیک عمل سره تیاری وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ