دا چې تاسو ونه وایئ چې یقینًا همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو (۱۵۶)
تفسیر
د دې لپاره چې تاسو ونه وایې -ای د عربو مشرکانو-: چې بیشکه الله تعالی تورات او انجیل په یهودیانو او نصرانیانو باندې نازل کړي وو زمونږ نه مخکې، او په مونږ باندې هیڅ کتاب نه و نازل شوی، او یقینا مونږ نه پوهیدلو د هغوی د کتابونو په لوستلو ځکه چې دا د هغوی په ژبه باندې و، او زمونږ په ژبه باندې نه وو.